تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د درقد ولسوالۍ په مرکز کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د ا.ا.ا د بیا واکمنېدو د درېیمې کلېزې نمانځلو په موخه د کورش سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې د۱۰۰ کورشکارانو له ډلې ۵۰ کورشکارانو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او لومړي مقامونه يې ترلاسه کړل.
د یادو سیالیو موخه د ا.ا.ا د بیا واکمنېدو د درېیمې کلېزې نمانځل و.
