بلخ کې ۱۵ تنو ته د موی تای د لوبڅاري او روزنې سیمینار پيل شو
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موی تای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې ۱۵ تنو ته د موی تای د لوبڅاري او روزنې سیمینار پيل شو، چې درې اونۍ به دوام وکړي.
دغه سمینار د استاد سید الیاس سادات له لوري وړاندې کېږي، چې ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو ته به د یاد ورزش کلیدي او پرمختللي مفاهم او د لوبو د لوبڅارنې موضوعاتو تدریس شي.
