بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو هاپکيدو سبک سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۸:۶
بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو هاپکيدو سبک سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو هاپکيدو سبک سيالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې ورزشکاران د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS