بلخ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش شپنۍ سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
دا سيالۍ کورش سيمه ييزو لوبو ته د دوې ورکولو په موخه وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
