بلخ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۶:۴۱
بلخ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ‌فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ په ثمرقند کلي کې د پسرلني جام په نوم د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګ‌فو سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول وشوې، په پایله کې ۲۵ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کمربندونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۶
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۲۰ ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له ۲۰ ولایتونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو او- سپورټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

BACK TO NEWS