بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۳:۵۶
بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کونګ‌فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګ‌فو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې لسو تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د بلخ ولایت د کونګ‌فو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د بلخ ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS