بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۶:۳۰
بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د خزاني جام په نوم د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوري او له د ۳۴ تر ۸۵ کیلو ګرامه بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې لسو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې تر لاسه کړې.

دا سیالۍ د کېک بوکسېنګ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته بېلابېلې ورزشي ډالۍ، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS