بلخ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د طاهریان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۴:۴۷
بلخ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د طاهریان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د طاهریان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د طاهریان او حبیبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې طاهریان لوبډلې د ۳/۱ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دغو سیالیو موخه په بلخ ولایت کې د فوټسال لوبې وده ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۵:۱۵
Background image

کابل؛ د فوټسال ملي لوبډلې د بریا په ویاړ د ۲۶ ورزش کارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي تالار کې د لویانو په کټګوري کې د ۱۳ جوړو ورزش کارانو ترمنځ د عزیزالله عزیزي جام په نوم د سوک. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۵:۱۳
Background image

ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د همېشه بهار سلام خېل په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د حصارک لوبډلې په بريا پيل شوې.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۵:۱۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS