بلخ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د کودو برق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ، چې درې میاشتې مخکې پيل شوې وې د کودو برق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې د کودو برق لوبډلې د ۲۶ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، یاران نور لوبډلې د ۲۳ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او اتفاق لوبډلې د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د هېواد د زون په کچه سیالیو ته د غوره لوبډلې موندل و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.