بلخ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۵۳
بلخ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز مزارشريف ښار په رحيمي کمپ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو په عمري او لسو بېلابېلو وزني کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې له هر وزن څخه څلور تنه، چې ټولټال ۴۰ تنه غوره پهلوانان کېږي د بلخ ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو موندل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS