بلخ کې د ۱۰۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۵۱
بلخ کې د ۱۰۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مزارشريف ښار په مقيم بای ورزشي لوبغالي کې د ۱۰۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړۍ اخرالاق شمس الدین پهلوان او دويم اخرالاق بيا گلبدين پهلوان تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

کابل؛ د هېواد د فتحي په مناسبت ورزشي ميله ترسره شوه 

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست کابل کې د اسلامي امارت د فتحي او بیا واکمنيدو څلورم کال په ورزشي نندارو او جشن سره ونمانځه، په دغه مراسمو کې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۹:۵
Background image

لغمان کې د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار په مرکزي جمنازیوم کې د ۷۶ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني ټاکنیزې سیالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۹:۱
Background image

کابل؛ د بوکسېنګ ملي فدراسیون ۱۲ کسیزه لوبډله چین ته لاړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بوکسېنګ ملي له لوري د یاد فدراسیون ۱۲ کسیزه لوبډله، چې له نهو ورزشکارانو او درېیو روزونکو څخه جوړه وه، د اسیا بوکسېنګ اتلولۍ سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS