بلخ کې د یما پترولیم دویم پړاو وزلوبې سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۵:۴۱
بلخ کې د یما پترولیم دویم پړاو وزلوبې سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یما پترولیم په نوم د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو د دویمې ورځې لومړۍ لوبه د فاریاب او سرپل ولایتونو ترمنځ وه، خو د سرپل ولایت لوبډله لوبې ته حاضره نه شوه او سیالۍ د ۳ نمرو په ترلاسه کولو سره د فاریاب ولایت په ګټه اعلان شوه.

دویمه لوبه یې د یما پترولیم او بدخشان ولایت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یما پترولیم لوبډلې د ۵/۰ نمرو په توپیر بدخشان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

همداراز د دویمې ورځې درېیمه لوبه د کندز او جورجان ولایتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې کندز لوبډلې د ۵/۱ نمرو په توپیر جوزجان لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده سیالۍ کې د کندز لپاره الهام پهلوان درې، امان پهلوان او سیدال پهلوان یوه- یوه نمره ترلاسه کړه.

ټاکل شوې، چې د یادو سیاليو په لړ کې به نن لومړۍ لوبه د بلخ ځوانانو او بغلان ځوانانو، دویمه لوبه د تخار ځوانانو او سرپل ولایت او درېیمه لوبه به د یما پترول او خلم سمنګان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۸
Background image

کابل کې د ورزشي فدراسیونونو استازو ته د انټي ډوپینګ مقررات تشریح شول

له ډوپینګ سره د مبارزې نړۍوال آژانس (WADA) په لارښوونه او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې روغتیایي مسؤول ډاکټر عبدالرحمن حمید له لوري د آنلاین سمینار په ترڅ کې د ورزشي فدراسیونونو استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ډاکټر محمدخان لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۰
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لتس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد احمد. . .

BACK TO NEWS