بلخ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون د فوټبال سیالۍ د یاران نور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۷
بلخ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د شمال زون د فوټبال سیالۍ د یاران نور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هېواد شمال زون د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د یاران نور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د بلخ ولایت لوبډلې خپلې سیالې جوزجان ولایت لوبډلې د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې له فاریاب ولایت څخه قادر حضرتي غوره لوبغاړی، له سمنګان ولایت څخه جواد واحدي زیاتو ګولونو وهونکی وپېژندل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د پارا هنډبال ۲۰ ورزشکارانو ته د ويلچر هنډبال د پوهاوي درې ورځنی سمينار د پارا المپيک کميټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS