بلخ کې د ٣٨ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې د ٣٨ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ چې شپږ ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پایلوبه کې یوسف قرلق د ٥ پر ١ میدانونو په توپیر خپل سیال مهدي خیرالله یي ته ماتې ورکړه او اتلولۍ یې په خپل نوم کړه.
