بلخ کې د موی تای "عدالت" جام سیالیو پای
د بلخ ولایت په کوربه توب د دې ولایت او جوزجان د ورزشکارانو تر منځ د موی تای "عدالت" جام سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې ۴۰ ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په ډلبندۍ کې ګډون کړی و چې د اماتور کلاس په سبک کې وشوې.
د بلخ موی تای مسولینو په خبره په (اې) او (بي) کلاسونو کې د دې سیالیو د ترسره کولو موخه د غوره څهرو پیژندل، ملي لوبډلې ته د هغوی لاره پیدا کول او د ورزشکارانو وړتیا ته پراختیا ورکول دي.
د دې سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ حکمونه، کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.
