بلخ کې د غر ختنې څلور لس کسېزه لوبډله د سیف الدین غرونو لوړې څوکې ته وختله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۰:۵۰
بلخ کې د غر ختنې څلور لس کسېزه لوبډله د سیف الدین غرونو لوړې څوکې ته وختله

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د غر ختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د غر ختنې څلورلس کسېزه لوبډله د سیف الدین غرونو ۳۰۶۶ متري واټن لوړې څوکې ته په لس ساعتونو کې وختله.

د یادولو وړ ده، چې دغه سیالۍ د څلورلس غر ختونکو ورزشکارانو له لوري په داسې حال کې ترسره شوې، چې د غر ختنې ملي فدراسیون رهبري رییس هم ګډون کړی و.

د یادې غر ختنې موخه راتلونکو ملي سیالیو ته،چې څو ورځې وروسته به په مرکز ترسره شي د غر ختونکو چمتووالی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS