بلخ کې د عقابان غرختنې لوبډله د البرز غرونو لوړې څوکې ته وختله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د عقابان غرختنې اووه کسېزه لوبډله د البرز لوړې څوکې ته وختله.
ياده لوبډله د البرز غرونو ۱۷۵۰ متري په واټن لوړې څوکې ته وختله، چې موخه يې د غرختنې ورزش ته د ځوانانو هڅول او دودول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.