بلخ ولایت کې د ولسوالیو د فوټبال سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې
په بلخ ولایت کې د ولسوالیو د فوټبال سیالیو په دوام نن دوشنبه دوه سیالۍ وشوې.
لومړۍ سیالۍ د " دهدادې او شولګرې " ولسوالیو لوبډلو تر منځ وشوه چې " ۲ - ۰ " پایلې سره د دهدادې لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده، همدا راز په دویمه سیالۍ کې بیا " بلخ او کشندې " ولسوالیو لوبډلو د یو بل پر وړاندې خپل بخت وازمایه چې " ۲ - ۰ " پایلې سره د بلخ لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
د فوټبال یادې سیالۍ د څو اونیو راپدیخوا د بلخ فوټبال فدراسیون له خوا د بلخ شادیانو دروازې په سینا لوبغالي کې پیل شوي چې دوام لري.
