بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چهل چراغ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې چهل چراغ لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې رئيس قدير لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
