بلخ ؛ په مزار شريف ښار کې د ۷۸ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۳:۴۴
بلخ ؛ په مزار شريف ښار کې د ۷۸ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مزارشريف ښار کې د ۷۸ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق روح الله انصاري پهلوان د ايشان عتيق الله په آس او دويم اخرالاق مصطفی پهلوان د سردار ولي ګران په آس تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.

دغو سياليو موخه راتلونکو سياليو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی او د ياد ولايت وگړو ته د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS