بلخ ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز مزارشريف ښار په په مقيم بای ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله کې مصطفی پهلوان او انور پهلوان خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د نغدي ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
