بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۵۳
بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سیالۍ د نور آغا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه کې نورآغا لوبډلې خپلې سیالې اورناغې لوبډلې ته د ۱ پر صفر ميدان په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وگټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۲۲
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې کيپ ورد ته ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار ومونده

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ په نيمه پايلوبه کې کيپ ورد ملي لوبډلې ته د ۴ - ۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.

په ياده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۴۳
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٣۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ لسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ٣۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ لسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې الیاس لومړی، سلمان دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۴۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې صیاد. . .

BACK TO NEWS