بلخ؛ چمتال ولسوالۍ کې د ۱۲لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسيدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ د قلاچې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې قلاچې لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د بلخ د والیبال ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې ۳۰ تنه د بلخ ولایت د والیبال ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

