بلخ؛ چاهی ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهی ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د پنځو جوړو لوبې مساوي او ۲۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
