بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۳
بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د لس جوړو لوبې مساوي شوې او ۲۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د کورش دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS