بلخ؛ په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
د یادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري درې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق عبيد الله پهلوان د بشير بای اقچه په اس، دويم اخرالاق فريد پهلوان د امين بای اقچه په اس او درېيم اخرالاق بيا سرور پهلوان د حاجي جبار اغا بلخي په اس تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
