بلخ؛ په مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۲۸
بلخ؛ په مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان د حکم له لوري درې اخراولاقه اعلان شول، چې لومړی اخراولاق ناصر پهلوان د ايشان کمال په اس، دويم اخراولاق مصطفی پهلوان د مولوي بلال په اس او درېيم اخراولاق صبور پهلوان د رييس خير محمد پر اس تر حلالې دايرې ورسول او د سياليو گټونکي شول.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د ياد ولايت وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیرخان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شمالي ولايتونو په کچه د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو (۶۰ اس ځغلوونکو) ترمنځ په ۱۵. . .

BACK TO NEWS