بلخ؛ په شولګرې ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم استازولي له لوري د یاد ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د مزار شریف، بلخ او شولګرې ولسوالیو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوري کې ترسره شوې، موخه یې یاد ورزش ته وده ورکول یاد شوي دي.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په پایله کې د مزار شریف ورزشکارانو لومړی، بلخ ولسوالۍ دویم او شولګرې ولسوالۍ ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول.
