بلخ؛ په دولت اباد ولسوالۍ کې د ۷۶ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې، نیزه وهنې او سیمه ییزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ۷۶ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د یادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې دواړه اخرالاقه عبيدالله پهلوان د حاجي محمد سرور بای قریشي په اس تر حلالې دايرې ورسول او د سياليو گټونکي شو.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
