بلخ؛ په دولت اباد ولسوالۍ کې د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د کورش فدراسیون مخدوم معاون استاد عبدالمنان له لوري د ۵۰ کورشکارانو تر منځ له جوزجان او بلخ ولایتونو څخه د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په هاشم اباد کلي کې د یوې شپې لپاره د کورش سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالۍ کې، چې شاوخوا د درې زرو نندارچیانو او مینوالو به شتون کې ترسره شوې، دواړو ولایتونو ښه امتیازات تر لاسه کړل.
د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د سالمې تفريح او بوختيا رامنځته کول و.
