بلخ؛ په بلخ ولسوالۍ کې د ۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د۸۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ، په پايله کې ۴۰ کورشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.
د يادو سیالیو موخه د کورشکارانو جسمي وړتياوو لوړول وو.
