بلخ؛ يما پټرول لوبډلې د مزارشريف د وزلوبې دويم پړاو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۲۹
بلخ؛ يما پټرول لوبډلې د مزارشريف د وزلوبې دويم پړاو سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د نیزه وهنې، ملي او دودیزو لوبو او وزلوبې ملي فدراسیون سره په همغږي د یما پټرولیم په مالي ملاتړ د یما پټرولیم په نوم د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ چې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له لسو ولایتونو څخه ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، د يما پټرول لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د يما پټرول او بغلان ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يما پټرول لوبډلې خپلې سيالې بغلان ځوانانو لوبډلې ته ۱/۸ نمرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د سياليو په پای مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست تخنيکي او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدران، د ملي راډیو تلویزیون رييس قاري احمد يوسف احمدي، د بلخ ولايت د ورزش رييس مولوي نور عالم بد، د وزلوبې فدراسيون رييس الحاج غلام سرور جلال، د يما پټروليم شرکت رييس الحاج سيد کريم آغا، د بېلابېلو دولتي ادارو مسوولينو او د وزلوبې سيالۍ گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو.

د‌ دغو سياليو د ترسراوي په اړه د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق وويل: « دا د اسلامي نظام برکت دی، چې په سرتاسري امن کې د زرگونو ننداره کوونکو په شتون کې دا سيالۍ ترسره شوې، د هېواد ټولو ورزشکارانو ته وعده ورکوم څنګه، چې په بلخ ولايت کې د وزلوبې سيالۍ په ښه شکل پای ته ورسېدې، نورو ولايتونو ته به هم دا لړۍ غزېږي او په نږدي وختونو کې به د هېواد په زياتره ولايتونو کې د وزلوبې سياليو شاهدان و اوسو، نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه وزلوبه د افغانستان يوه تاريخي لوبه ده، چې په هېواد کې زرگونه مينوال لري، دا سيالۍ د ورزشکارانو په فکري روزلو او تربيه کې ډېره مرسته کوي، لرې نه چې داسې ورځ به هم راشي چې دا ورزشکارانو به په نړيوالو ميدانونو کې د هېواد استازيتوب په ښه توگه وکړي».

د يادو سياليو د پای په مراسمو کې د‌ ياد‌ ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست او د يادو سياليو چمتو کوونکي له لوري گټونکې لوبډلې ته اتلولۍ جام، اوښان، موټر او غوره چاپندازانو ته مډالونه، چمتو شوې بېلابېلې نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

د يادونې وړ ده، چې بلخ لوبډلې د دغو سياليو درېيم مقام تر لاسه کړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS