بلخ؛ ياران عمر لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټسال سياليو اتلولي وگټله
د بلخ ولايت په مرکز امام خميني ورزشي جمنازيوم کې د ځوانانو راډيو له لوري د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه د فوټسال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د بلخ ياران عمر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سیالیو کې د سمنگان، جوزجان، سرپل، فارياب او بلخ ياران عمر لوبډلو گډون کړی وو، چې پايلوبې ته يې د بلخ ياران عمر او فارياب لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې بلخ ياران عمر لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي او دوهم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.
