بلخ؛ مرکز مزار شریف کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګفو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تک فایټ په ډول د کونګفو اتلسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۴۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کونګفو ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.