بلخ؛ مرکز مزار شریف کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د ځوانانو راډیو د فوټسال جام سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۱۳
بلخ؛ مرکز مزار شریف کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د ځوانانو راډیو د فوټسال جام سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د فوټبال فدراسیون په همکاري د ځوانانو راډیو له خوا د ياد ولايت مرکز مزار شريف ښار کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د ځوانانو راډیو د فوټسال جام سیالۍ د قناعت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په یادو سیالیو کې د بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو ګډون کړی و، چې پایلوبه کې یې بلخ ولایت قناعت لوبډلې د سمنګان ولایت امید سمنګان لوبډلې ته د ٩ پر یو ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د ياد جام سوپر کپ یا دویم پړاو ته یې لار ومونده.

يادې سیالې په هېواد کې د فوټسال لوبې د ودې او د ځوانانو د د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې او د ياد جام نورې لوبې به راتلونکې اوونۍ په کندهار ولایت کې د کندهار، هلمند، نیمروز او ارزګان ولایتونو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS