بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۵:۲۶
بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۷ تنه ورزشکارانو بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د فول رزم سیالیو ته وده ورکول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بلخ ورزشي ریاست له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ روکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د څلورمې کليزې په ویاړ د واليبال سيالۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶ کليزې په مناسبت د فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۱
Background image

خوست کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند چغۍ کلي کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي ولي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS