بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو ځوانانو فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۳۶
بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو ځوانانو فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو ځوانانو فوټبال غوره لیګ سیالۍ د پروژه خالد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې پروژه خالد لوبډلې خپلې سیال ښاروالۍ لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبو ته وده ورکول و، چې درې میاشتې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بلخ ورزشي ریاست له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS