بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۵:۱۲
بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې عین الدین لوبډلې خپلې سیالې ستارګان لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپیر ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۰
Background image

بلخ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې آزادې سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۳۶
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدنۍ روزنې او وزش آمریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۹:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS