بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هوشارافو سبک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۱۵ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه تر لاسه کړل.
