بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۳۰ورزش کارانو ترمنځ د جودو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۳:۳۹
بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۳۰ورزش کارانو ترمنځ د جودو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جودو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د جودو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له ۶۰ څخه تر ۱۰۰+ کیلو ګرامه وزني کټګوري کې د بلخ ولایت د لسو ولسوالیو ۱۳۰ ورزش کارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ۱۴ تنه د بلخ د جودو ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

یادې سیالۍ د جودو ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

بلخ؛ بلخ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د بلخ ولسوالۍ په برمزيد ترکمنيه کلي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۳۴
Background image

خوست؛ غرغښت لېسې لوبډلې د معارف جام کرېکټ ليگ سیالیو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د معارف ریاست له لوري د ياد ولايت په مرکز ۱۲۰۰ فامیلیو پارک کې د ۲۰ ښوونځیو ترمنځ د "معارف جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ ليگ سيالۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۳۱
Background image

زابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د هجران لوبډلې په اتلولۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS