بلخ؛ مرکز مزارشريف کې د غرختنې لوبډله د البرز غرونو ته وختله
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف کې د بلخ غرختنې منتخبه لوبډله د البرز غرونو ته وختله.
د غرختنې دغه لوبډله د البرز غرونو د ۱۶۵۰ متري په واټن لوړې برخې ته وختله او موخه يې د غرختونکو وړتيا لوړول او چمتوالی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
