بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰جوړو لوبې مساوي شوې او ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
