بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپې ولسوالۍ په چوپاش کلي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰جوړو لوبې مساوي او ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
