بلخ؛ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا. په نوم د فوټسال سیالۍ د قناعت ټکنالوژۍ په بریا پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
بلخ؛ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا. په نوم د فوټسال سیالۍ د قناعت ټکنالوژۍ په بریا پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست په همکارۍ د اتلسو ټيمونو ترمنځ د ا.ا.ا. په نوم

د فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ، د قناعت تکنالوژۍ په اتلولۍ سره پاى ته ورسيده.

د دغو سیالیو پای لوبه د قناعت تکنالوژۍ او عقاب لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د قناعت تکنالوژۍ لوبډلې په ډېرو نمرو سره د دغه پړاو د سیالیو اتلولي وګټله.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د ځوانانو هڅونه او د فوټسال وده او پراختیا ده، چې په وروستیو کې د سیالیو اتلې لوبډلې ته مډال او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS