بلخ؛ د ٦٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۹:۲۵
بلخ؛ د ٦٠ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د وزلوبې فدراسيون له لوري په حاجي مقيم وزلوبې ميدان کې د ٦٠ چاپندازانو په ګډون د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې دوه اخر لاق اعلان شول، چې لومړى اخلاق سروري بلخي پهلوان د حاجي ملا يوسف بغلاني په اس د حلال دايرې ته ورساوه او دويم اخرلاق ګلبدین خلمي پهلوان د کره باز سمش الحق خان په اس د حلال دايرې ته ورساوه.

په پاى کې سروري بلخي او ګلبدین خلمي پهلوانانو ته د زياتو امتيازونو د ګټلو له کبله نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

د يادولو ده چې په دغو سياليو کې د بلخ ولایت د ورزش پر مسوولینو سربېره د دې رشتې ګڼ شمېر مينه والو هم شتون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS