بلخ؛ د بلخ او سمنګان ولایتونو د کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست او د دې ولایت د کورش فدراسيون له لوري د دولت اباد ولسوالۍ په زايدان کلي کې د بلخ او سمنګان ولایتونو د ٩٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د بلخ او سمنګان ولایتونو د ورزش او کورش فدراسيون مسوولینو او د دې رشتې زياتو مينه والو شتون درلود.
په يادو سياليو کې د دواړو ولايتونو کورشکارانو مساوي امتیازونه ترلاسه کړل.
د دې سياليو موخه د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي ته د سالمي تفريح زمينې برابرول دي.