بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۸ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۹:۵۸
بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۵۸ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍکې د ۵۸ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري درې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړۍ اخرالاق حليم روشن پهلوان، دويم اخرالاق سرور پهلوان د حاجي نور محمد په اس او درېيم اخر الاق علم پهلوان د بودري بای په اس تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.

د یادو سياليو موخه راتلونکي لوبو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د پارا هنډبال ۲۰ ورزشکارانو ته د ويلچر هنډبال د پوهاوي درې ورځنی سمينار د پارا المپيک کميټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS