بغلان کې د ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د حضرت عمر فاروق لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د پوهنې ریاست په همغږي د ۱۶ ښوونځیو ترمنځ د فوټسال پسرلنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د حضرت عمر فاروق او کهنه مسجد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د حضرت عمر فاروق ښوونځي لوبډلې د ۳/۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ په ښوونځیو کې د غوره ورزش کارانو د پېژندنې په موخه ترسره شوې او په پای کې اتلې او دویم مقام لوبډلې کپونه او مډالونه ورکړل شول.
