بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې
په بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام تیره ورځ دوه سیالۍ ترسره شوې.
لومړۍ لوبه د " مسعود او جوانان شجاع" لوبډلو ترمنځ وشوه چې د " ۲ - ۰ " پایلې سره د مسعود لوبډلې په ګټه تمامه شوه .
دویمه سیالۍ بیا د " شاهین او استقلال" لوبډلو ترمنځ وه چې د " ۱ - ۱ " پایلې سره په مساوي توګه پای ته ورسېده.
د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې څو اوونۍ وړاندې د مرکزي بغلان او پلخمري په ورزشي لوبغالو کې پیل شوي لاهم دوام لري.
