بغلان ؛ پلخمري ښار کې د شمال ختیځ زون د والیبال تمریناتي کمپ پای ته ورسېده
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز پلخمري ښار په ورزشي جمنازیوم کې د تخار، بدخشان، کندز او بغلان ولایتونو د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغه تمریناتي کمپ په پای کې د یادو لوبډلو ترمنځ په پړاوي ډول سیالۍ ترسره شوې، چې پایلوبه د کندز او پامیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پایله کې کندز لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دې تمریناتي کمپ موخه پامیر لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
په اخیر کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې.
